د سپټمبر په وروستیو کې د افغان سیاست‌پالانو(!) یوه له شرم ډکه غونډه د پاکستان په اسلام‌آباد کې ترسره شول، د سیاسي ډګر دا تمسخر شوې څېرې داسې بیرته د غربي هېوادونو خوا ته خوشحال ور ستانه شول لکه د جګړې له ګرم میدان نه چې کامیاب را ګرځېدلي وي؛ خو دا ځل د دوی غنیمت نه ټانکونه وو، نه توپونه او نه هم نور مهمات، بلکې دیارلس زره کلدارې او یوه یوه جوړه پاکستانۍ جامې وې!

دا د هغو کسانو اصلي «قیمت» و، چې د وطن د عزت، ارضي تمامیت، ملي حاکمیت، ضمیر او ناموس په بدل کې یې خپل ایمان هم پر پاکستان د یو عادي او کمزوري افغان مزدورکار د میاشتني عاید د څلورمې برخې معاش په نرخ وپلوره. دوی په دیارلس زره کلدارو او یوه جوړه جامو پر افغان خاوره د پاکستان تېري ته دلایل وتراشل، بمبارد یې اړتیا او د اصلاح یو ډول ونوماوه.

کله چې د اسلام‌آباد له غونډې وروسته د ګډونوالو جیب ته دیارلس زره کلدارې ور واچول شوې، نو هر یو ښايي داسې مغرور ګرځېده لکه تر څلور کلني ځنډ وروسته چې یې خپله ورکه پیدا کړې وي. دوی به دا هم په خپلو کې ویلي وي، چې «وطن خو مو له لاسه وتلی، خو شکر چې کالي مو له ځنډ وروسته نوي شول!».

د تعجب او تمسخر ځای دا دی چې دا خلک ځانونه د ملت استازي بولي او په غونډه کې یې د پاکستان له امنیتي ادارو سره د هېواد پر سر سوداوو ته ټټر ټکولی و، خو افغان ملت بیا دوی د دیارلس زره کلدارو په بدل کې د سیاسي لابي‌ګرانو او مزدورانو په توګه پېژني. د افغان حکومت مخالفینو ته د هېواد ارزښتونه یوازې یو شعار دی او ملي ګټې د دوی د جیب د اندازې تابع دي، څومره چې یې شخصي ګټه ډېره وي، هغومره ملي ګټې ورته قرباني کوي.

طنز دا نه دی چې دوی وطن‌پلورونکي دي، طنز دا دی چې دوی لا هم ځانونه سیاسي څېرې او د هېواد خواخوږي بولي! افغان ملت دا څېرې پېژني، دوی هغه کسان دي چې د پرديو په بمبارد د شکر سجده کوي. دوی له تېرو څو ورځو داسې تحلیلوي چې ګواکې د افغانستان د بمبارد تر شا خیر شته، دوی وطن‌پلورنه، وطن‌پالنه تعبیروي او بمبارد بیا د سوکالۍ آله. خو که سبا د بل چا سفارت ورته لس زره نورې اضافي ورکړې، بیا همدا سیاسیون یو بل مخ ښکاره کوي او د هغوی پلوي کوي.

پاکستان خپله یو قرضدار هېواد دی، هر وګړی یې درې لکه، اتلس زره، دوه سوه او دوه پنځوس کلدارې قرضدار دی او د هېواد اقتصادي رکود یې د رشد په حال کې دی؛ وړیا مشوره ورته دا ده چې په داسې شرمېدلو څېرو دې باور او پانګونه نه کوي چې له هر چا سره، هر راز معاملې ته همېشه تیار دي. نن که یې د پاکستان بمبارد ته د مشروعیت دلایل تراشل، سبا به له بل هېواد نه بیرته د پاکستان په ضد د همداسې څو پیسو په بدل کې د مرګ شعارونه بدرګه کوي. د دیارلس زره کلدارو همدومره بې اثره ملاتړ وي نو!

افغان ملت به یې هم په خپله حافظه کې وساتي، چې د هېواد پر سر یو څو شرمېدلیو فعالانو او سیاسیونو(!) پر افغان خاوره د بمبارد ملاتړ وکړ، د مسلمان او بیا افغان وینه، استقلال، ارضي تمامیت او ملي ګټې یې سپکې وګڼلې او وطن پالنه یې د بې ارزښته کلدارو په بدل کې وپلوره. د دیارلس زرو همدومره وطن‌پالنه وي. مخالفین به نن ځانونه کامیاب ګڼي، خو تاریخ به یې د هغو ناکامو مزدورانو په نوم ثبتوي، کومو چې هېواد د دیارلس زره کلدارو او یوې جوړې جامې په قیمت خرڅ کړ.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version