د ملي دفاع وزارت وایي، د دې وزارت د ستر درستیز د توپچي ریاست له لوري د سیمه‌ییزو قطعاتو او جزوتامونو ۲۵ تنه ځوان منسوبین د 9P140 اوراګان دستګاه له مسلکي او عملي زده‌کړو فارغ شول.

د ستر درستیز درستیزوال مولوي شبیر احمد “عثماني” فارغ شویو پوځیانو ته په وینا خبرو کې ویلي، چې تاسو د اسلامي نظام او د هیواد د دفاع لپاره روزل شوي یاست خپل مسؤلیت په پوره اخلاص او صداقت سره اداء کړئ.

نوموړي زیاته کړې، چې تاسو ته د خلکو سترګې دي او کوښښ وکړئ چې په مسؤلیت کې غفلت ونکړئ خپل مسلک ته پوره پاملرنه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version