شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د هوايي دفاع واحدونو یې تېره شپه د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو توغول شوي ۳۴ بېپیلوټه اوکراینۍ الوتکې نسکورې کړې دي.یاد وزارت ویلي، چې د دغو الوتکو مخنیوی په روستوف، بریانسک، ولګراد، بلګراد، کورسک او ځینو نورو سیمو کې شوی دی.د راپورونو له مخې پر روسیې د اوکراین د تېرې ورځ بریدونو کې د ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.د روسیې او اوکراین مرګونې جګړه چې په ۲۰۲۱ کال کې پیل شوې تر دې مهاله پهکې له دواړو لوریو سلګونه زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.ورته مهال د امریکا ولسمشر چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې د دغې جګړې د پایته رسولو ژمنې کولې تازه یې ویلي، چې اوکراینی ولسمشر د سولې تړون پر وړاندې لوی خنډ دی.
امريکا پر اوکراین د ۲.۱ ميليارد ډالرو په ارزښت د پاټريوت دفاعي سيسټم د توغنديو پلور تاييد کړ31 اکتوبر 2026
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر ټرمپ ته د ایران پر ضد د بیا بریدونو پوځي طرحې وړاندې کړېانادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) مشر اډمیرال براډ کوپر د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ایران پر ضد د بیا پوځي بریدونو احتمالي طرحې او انتخابونه وړاندې کړي دي.انادولو خبري اژانس د والسټریټ ژورنال په حواله راپور ورکړی، چې په دې غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت، د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال ډان کېن او د کابینې ځینو نورو غړو هم ګډون درلود. دغه غونډه یوه ورځ وروسته له هغه شوې، چې پوځي چارواکو له مرستیال ولسمشر جي ډي ونس سره هم لیدلي وو.د راپور له مخې، د ټرمپ اداره د روان کال په لومړیو کې د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پر ایران د یوه نوي پوځي کمپاین احتمال ارزوي. امریکا په وروستیو اوونیو کې منځني ختیځ ته خپلې هوايي دفاعي وړتیاوې، مهمات او نور پوځي تجهیزات زیات کړي او ځینې سرتېري یې له هغو اډو څخه لېږدولي چې د ایران د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو له ګواښ سره مخ دي.30 اکتوبر 2026