د روسيې ستري محکمې د اپرېل پر ۱۷مه نېټه اعلان وکړ چې اسلامي امارت یې د ممنوعه ډلو له هغه لیست څخه ایستلی، چې له ۲۰۰۳م کال راهیسې پکې ځای و. د روسیې ټاس اژانس او نورو جهتونو دغه پریکړه د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو، پرمختګ او پراخولو په برخه کې مهمه بللې ده.

پر کابل د سرپرست حکومت له حاکمیت شاوخوا څلور کاله په تېرېدو دي، د دغه حکومت متوازن سیاست او بې طرفه پالیسۍ نړۍ دې ته واداره کړې چې ډیپلوماټیکې اړیکې ورسره جوړې او پراخې کړي؛ روسیه چې په سیمه کې یو مهم هېواد بلل کېږي، له دې وروستۍ پریکړې وړاندې هم له کابل سره راشه – درشه لرل، چې د نمونې په توګه یې د نومبر پر ۲۵مه د روسیې د امنیت شوری د عمومي منشي سرګي شویګو سفر هم یادولی شو.

د ممنوعه ډلو له لیست څخه د اسلامي امارت ایستل مهمه پریکړه ده، چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست یې په بېلابېلو برخو کې اغېزې حتمي دي؛ په دې لیکنه کې یې د نمونې په توګه د څو اغېزو یادونه کوو.

۱: د «افغانستان لا هم خطر دی» ناسمه اجماع یې له منځه یووړل، دې پریکړې ثابته کړل چې افغانستان اوس له یو مرکزي او داسې حاکمیت څخه برخمن دی، چې د خپل هېواد، سیمې او نړۍ د ثبات په برخه کې یې اغېزمن ګامونه اخیستي دي او نه پریږدي چې شریري ډلې په ستره کچه خطر واوسي.

۲: د افغانستان او سیمې د ثبات په موخه د اغېزمنو اقداماتو لپاره د بې قیده روابطو کانال پرانیستل د دې پریکړې یو بل مهم بُعد دی، د دغه ثبات لپاره به نږدې سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکول کېږي، همدا راز به د ټولو هغه اندیښنو د له منځه وړلو لپاره ګډي هڅې کېږي، چې روسیه یا د روسیې نور شریکان یې ولري.

۳: اقتصادي همکارۍ به نور رشد وکړي او روسي شرکتونو ته به اجازه ورکړي چې په افغانستان کې د زېربناوو د رغولو، انرژۍ، کرنې، صنعت، سوداګرۍ او ترانسپورټ په برخو کې پانګونه وکړي او له سرپرست حکومت سره قانوني اقتصادي تعاملات ولري.

۴: د سرپرست حکومت د نړۍوال مشروعیت په برخه کې یو بې ساری اقدام دی، د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو ته یې هم لار هواره کړل، چې له سرپرست حکومت سره د نږدې پاتې کېدو او رسمیت پیژندنې په وړاندې ورو ګامونه واخلي.

په ټوله کې له سرپرست حکومت سره ښکېلتیا د روسیې د ستراتیژیکو موخو لپاره یوه اړتیا ده، ځکه د نورو په څېر دغه هېواد هم په افغانستان کې په اوږد مهاله توګه ګټې لري، د دغه ګټو د خوندیتوب لپاره اړینه ده چې له شته حاکمیت سره د ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې مخته لاړ شي او د هر هغه خطر د دفعې په اړه چې اندیښنه یې لري، له سرپرست حکومت سره په ګډه له منځه یوسي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version