د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، افغانستان له پاکستان سره د تجارتي لارو د پرانیستې په اړه خپل دریځ یو ځل بیا تکراروي.

ښاغلي مجاهد ويلي، پاکستاني لوري د ټرانزيټ او سوداګرۍ لارې په غیرقانوني ډول د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه وتړلې، ‏چې دواړو غاړو ولسونو ته یې جدي زیانونه ورسول.

هغه زياته کړې، چې اوس افغانستان د خپلې اړتيا وړ توکي له ګڼو نورو هیوادونو څخه پوره کوي؛ نو تر څو چې پاکستاني رژيم د لارو د بيا نه تړلو قوي تضمین وړاندې نه کړي نو لاری به همداسې تړلې پاتې شي.

د مجاهد په خبره مقابل لوری بايد تضمين وړاندې کړي، چې راتلونکي کې دغه لارې د سیاسي فشار، غیر قانونې استفادې او ولسونو د زورولو لپاره ونه تړل شي او د دواړو هیوادونو د تجارانو او خلکو حقونه خوندي پاتې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version