د راپورنو له مخې د روسیې د کیمیاوي او بیولوژیکي دفاعي ځواکونو مشر، ډګر جنرال «ایګور کریلوف»په مسکو کې د خپل اپارتمان سره نژدې په يوه چاودنه کې وژل شوی.

راپورونه وايي کريلوف‌ ته په يوه موټر کې ماين ځای په ځای شوی و چې د چاودېدو په پايله کې یې وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د روسيې د بهرنيو چارو وزرات ياده پېښه غندلې او د روسیې د کیمیاوي او بیولوژیکي دفاعي ځواکونو مشر، ډګر جنرال ایګور کریلوف د ترور په اړه یې ويلي: هغه په سوريه کې د ناټو د کيمياوي وسلو د کارولو په اړه څیړنې کړې وې، او داسې ډير شواهد يې لاسته راوړي وو چې ناټو په سوريه کې کيمياوي وسلې کارولې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version