د راپورونو له مخې، د روسیې لویې څارنوالۍ د دغه هېواد له سترې محکمې څخه غوښتي چې، د افغانستان د سرپرست حکومت نوم د روسیې له تور نوملړ څخه لرې کړي.

راپورونه کاږي، د روسیې ستره محکمه به د روانې میلادي میاشتې په ۱۷مه نېټه په دې اړه غونډه وکړي.

له بل لوري د سرپرست حکومت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې دغه اقدام ستایلی او دا یې د روسیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره یو اړین ګام بللی دی.

یاده دې وي چې، واک ته د سرپرست حکومت له بیا ځل رسېدو وروسته لوړپوړو روسي چارواکو په نړیوالو غونډو کې له سرپرست حکومت سره د اړیکو د بیا پیل غوښتنې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version