د راپورونو له مخې د امریکا خزاني او عدلیې وزارتونو د ایران پر قدس هوايي ځواک د بې پیلوټه الوتکو د پرزو د خرڅون له کبله پر یوې شبکې چې له شپږو بنسټونو جوړه وه بندیزونه لګولي دي.

راپور زیاتوي دې شبکې په ایران کې د «هسا» او «شهید باقري» په نوم هوايي شرکتونو ته د تجهیزاتو په برابرولو کې مرسته کوله.

د راپور له مخې دغه شبکه چې شپږ بنسټونه په کې شامل دي په ایران، متحده عربي امارت او چین کې فعاله ده.

یاده دې وي چې امریکا له دې وړاندې هم پر ایران د «حد اعظمي» فشار تر نامه لاندې په ګڼو نورو برخو کې هم بندیزونه لګولي چې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version