ټاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د روسیې امنیتي ادارې يا FSB ځانګړو ځواکونو د داعش ډلې يو غړی وژلی چې پلان یې درلود په یوه کنیسه او د مسکو میټرو باندې برید وکړي.

د سرچينې په خبره، وژل شوی کس د مرکزي آسیا د یوه هېواد دی او د نوموړي له پټنځای څخه چاودېدونکي توکي او وسلې او د داعش ډلې یو برید هم ترلاسه شوی.

روسيه کې د داعش ډلې غړي وخت ناوخت بريدونه ترسره کوي او يا نيول کېږي چې ډېری هغه یې د پاکستان په بلوچستان کې د داعش ډلې په فعالو مرکزونو کې روزل شوي وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version