د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هند د سفر پر مهال «اینډیا ټوډی» تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې، د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، افغانستان کلونه کلونه د کورنۍ جګړې ښکار و او اوس طالبان د دغه هېواد حالات او قدرت تر خپل کنټرول لاندې لري او په خبره یې دا یو واقعیت او حقیقت دی چې باید ومنل شي.

پوتين همدا راز زياته کړې «که غواړو په دې هېواد کې روانو پیښو باندې اغېز ولرو، باید د دې هېواد له اوسنۍ رهبرۍ سره اړیکه ولرو، همدا کار چې موږ یې اوس ترسره کوو.»

د نوموړي په وينا له افغان حکومت سره د اړیکو ساتل د افغانستان په تحولاتو باندې د اغېزې کولو لپاره حیاتي مساله ده.

هغه زياته کړې، چې دا هېواد اوس د «طالبانو» تر کنټرول لاندې دی او هیڅ هېواد نه شي کولی چې پرته له دې چې د کابل له اوسنۍ رهبرۍ سره اړیکې ولري، په دې هېواد کې د پیښو پر تحولاتو اغېز ولري یا یې هم وساتي.

پوتین همدا راز له نشه يي توکو سره هم د افغان حکومت مبارزه ستايلې او په وينا نشه یي توکو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

هغه زیاته کړې «افغان چارواکو د تریاکو تولید د پام وړ کم کړی دی او په فعاله توګه د خپلو سرحدونو دننه د مخدره توکو له ګواښونو سره مبارزه کوي.»

ياده دې وي، چې روسيه دا مهال په نړۍ کې يواځينی هېواد دی، چې افغان حکومت یې په رسميت پېژندلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version