د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ (سه شنبه) د دې هېواد د دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو سره ناسته کړې او د اوکراین په جګړه کې یې د وروستیو پرمختګونو ارزونه کړې ده.
د العربیه خبري شبکې د راپور لهمخې، د روسي پوځ لوی درستیز والري ګراسیموف په دې ناسته کې ویلي، چې ځواکونه یې اوس مهال د جګړې په ټولو محورونو کې د پرمختګ په حال کې دي.
ګراسیموف زیاته کړې، چې دا مهال یې د بریدونو اصلي تمرکز د اوکرایني پوځ پر لویو مرکزونو او پوځي صنعتی مرکزونو ورټول دی او په خبره یې د دې اقدام موخه د اوکراین د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو او ډرون الوتکو د تولیدي مرکزونو له منځه وړل دي.