د هېواد د ریاست الوزرا عالي مقام په يوه تازه حکم کې د افغانيو د کارولو، او د اسعارو، سرو زرو، او قيمتي ډبرو د قاچاق په لا جدي مخنيوي ټينګار کړی دی.

د رياست الوزرا د عالي مقام په حکم کې راغلي هیڅوک نشي کولای چې د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې له ۵۰۰۰ او د ځمکنیو سرحدونو له لارې له ۵۰۰ زیات ډالر په نغدي ډول انتقال کړي، او که چېرته څوک په دې جرم نيول کېږي د ډالرو مقدار ته په کتو له لسو ورځو تر يوه کال پورې د بند سزا ورکول کېږي.

په ياد حکم کې دغه راز راغلي چې له قاچاق کوونکو څخه ترلاسه شوې پیسې به د ریاست الوزرا تر لزوم ديد پورې د افغانستان بانک ته سپارل کېږي.

د حکم له مخې هېواد ته د سیمې د نورو هېوادونو اسعار راوړل منع دي او د دې حکم د عملي کېدو مسؤلیت د اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته سپارل شوی دی.

د اقتصادي شنونکو په اند دا اقدام به د هېواد د پولي‌ او مالي بازارونو په ثبات او د غير قانوني فعاليتونو په مخنيوي کې مهم رول ولوبوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version