رويټرز خبري اژانس د سپينې مانۍ د وياندې کارولين‌ ليويټ له قوله خبر ورکړی چې د امريکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د فبرورۍ له لومړۍ نېټې يعنې د راروانې شنبې په ورځ د کاناډا او مکسيکو پر وارداتو د تعرفو لګولو پرېکړه عملي کړي.

ټرمپ بيا ځل واک ته په رسېدو اعلان وکړ چې د کاناډا او مکسيکو پر وارداتو ۲۵ سلنه او په چينايي توکو لس سلنه تعرفه لګوي.

نوي ټاکل شوي ولسمشر ټرمپ د خپلو نورو فرمانونو او پرېکړو او ترڅنګ له امريکا څخه د غير قانوني کډوالو د شړلو موضوع هم جدي نيولې او په ډېری ښارونو کې امنيتي ادارې د کډوالو په نيولو بوختې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version