سي این این خبري شبکې خبر ورکړی چې د امريکا د فدرال قاضي د امریکا د حکومت د فدرالي مرستو د بندېدو امر د لنډ وخت لپاره وځنډاوه.

د راپور له مخې، دغه فدرالي قاضي ویلي چې دا «اداري ځنډ» دی، په همدې بنسټ محکمه کولی شي په دې اړه بشپړ تصمیم ونیسي.

د سپینې ماڼۍ د بودجې دفتر د دوشنبې په ورځ ( سلواغه اتمه) د امریکا د حکومت د مالي مرستو او فدرالي پورونو د درولو امر وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې دا پرېکړه باید د مازیګر ۵ بجې نافذ شوې وای، خو د فدرالي قاضي دغه اقدام د هغې بشپړ تطبیق تر بلې پرېکړې پورې وځنډاوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version