د ریاستالوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام الحنفي ویلي چې د هېواد د ابادۍ په موخه سلګونه پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې او سلګونه نورې ګټې اخيستنې ته چمتو دي.
نوموړي دغه څرګندونې د کابل له ولسونو سره د همغږۍ غونډه کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې له خلکو تر لاسه شوي عواید د یوې رڼې پروسې له لارې خلکو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه مصرفيږي.
ښاغلي حنفي ویلي، چې نن ورځ د افغانستان د ټولو اتباعو حقوق خوندي دي او هیڅ څوک یې د تروړلو صلاحیت نهلري.
