له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اوبو سرچینو د مدیریت غونډه د ریاستالوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اړوندو ادارو د مسوولینو او استازو په ګډون ترسره شوې.
په غونډه کې د اوبو سرچینو د مدیریت اړونده طرحه ارزول شوې او د اوبو د سالمې استفادې او ضایع کېدو د مخنیوي پر اړتیا پکې ټینګار شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هېوادوالو د اوبو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د اوبو بندونو، چکډیمونو او کرنیزو کانالونو د جوړولو په اړه لازم تصمیمونه نیول شوي.


