د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې یې د کان کیندني او استخراج د لوی مقیاس ۱۱ منظورې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو پروژو کي د جوزجان د یتیم تاق سمنټو پروژه، د فاریاب د میمنې د مالګې کان پروژه، د جوزجان د درزاب مالګې د کان پروژه، د فاریاب د اندخوی مالګې د کان پروژه، د کندهار د شاه ولي کوټ د دره نور سیمې د مرمر ډبرو پروژه، په لوګر کې د کرومایټو ساحې د پراختیا پروژه، د بادغیس د تایمني لامان درې د ډبرو سکرو پروژه، د هرات د کشک او تیرپل ګازو حوزې پروژه، د فاریاب د طوطي میدان ګازو پروژه، د جوزجان د لوی ځنګل ګازو پروژه او د لوګر د التمور سمنټو پروژه شامله ده.

د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو قراردادونه له کورنیو او نړیوالو شرکتونو سره لاسلیک شوي او ژر به یې کارونه پیل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version