دغه څرګندونې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر لغمان ولایت ته د خپل سفر پر مهال ولسي، ملکي او نظامي مسولینو سره یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. نوموړي وویل: “اسلامي امارت د افغانستان په څېر نورې نړۍ ته هم امن غواړي، زموږ شل کلنه مبارزه د نظام د اشغال پر وړاندې وه، هغه نظام افغانانو ته د منلو نه و، زموږ د قربانیانو او شهیدانو ارمان پوره شوی دی، د تیر نظام مسؤلینو او خلکو ته مو بخښنه کړې ده، اوس یو ارام او هوسا افغانستان غواړو، موږ به هیڅکله هغوی ته د تیرو کړنو په اړه پیغور ورنکړو، د ورورۍ ژوند به کوو د دوی غوښتنې به اوریدل کیږي او ستونزو ته به یې رسیدګي کیږي”هغه وویل، چې د افغان حکومت دروازې د خلکو پرمخ خلاصي دي؛ هغوی چې مخالفت کوي، موږ غږ پرې کوو چې له مخالفت لاس واخلئ، راشئ خپل وطن ته د اسلامي امارت تر چتر لاندې باعزته ژوند وکړئ. ښاغلی کبیر وویل: “موږ د ارتباط کمیسیون لرو هدف یې دادی ترڅو بهر میشته افغانانو ته د راتلو زمینه برابره کړي، تراوسه د دې کمیسیون په مرسته له ۷۰۰ زیات افغانان افغانستان ته راغلي او د مصؤنیت کارتونه ورکړل شويدي”د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې په ولسونو غږ وکړ او وې ویل، چې دا نظام یواځې د اسلامي امارت مسؤلینو ته مه پریږدئ، شل کلنه مبارزه کې یواځې د اسلامي امارت مسؤلین دخیل نه و، بلکې د هر ولایت خلکو او ولسونه پکې دخیل و او قربانۍ یې ورکړېدي، اوس به یې په ګډه ساتو. هغه همداراز وویل: “موږ هیچاته اجازه نه ورکوو چې د پردیو په مرسته دې وطن کې نا امني راولي، هېواد کې اساسي پروژې تر کار لاندې دي، هرې ولسوالۍ کې یو چیک ډیم تر پلان لاندې نیول شوی دی، په لویو لویو پروژو کارونه روان دي. د نړۍ په ۳۸ هېوادونو کې سیاسي نماینده ګي لرو، سیاسي اړیکې ورسره لرو، د ګاونډیانو سره مو ټول سوداګریز بندرونه خلاص دي، تجارت مو روان دی، موږ د پروختګ لور ته روان یوو”.په غونډه کې د لغمان والي قاري زین العابدین عابد په خپلو خبرو کې وویل: ” اسلامي نظام او سرتاسري امنیت د اسلامي امارت د مشرانو د هڅو، قربانیو او د دوی په لاس د روزل شویو تنکیو مجاهدینو په برکت منځ ته راغلی دی، موږ به د سر په بیه له دې نظام ساتنه کوو”هغه همداراز په لغمان ولایت کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه راغلي پلاوي او د غونډې ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.هغه له دوی څخه وغوښتل، چې لغمان ولایت زیاته پاملرنه وکړي او د پروژو په پلي کولو کې ورته لومړیتوب ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version