د حماس غورځنگ سیاسي غړی اسامه الحمدان ویلي، د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د خپلو شخصي گټو او موخو لپاره هڅه کوي چې د غزې په تړانگه کې جگړه اوږده کړي.نوموړي د لبنان په پلازمېنه بیروت کې یوې خبري ناستې ته ویلي، نتانیاهو دغه جگړه د خپل اقتدار د پایښت په خاطر اوږدوي.همدرانگه نوموړي په دغه خبري ناسته کې د اسرائیلو له لوري« د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون» رد کړ او د غزې په تړانگه کې یې د پرمختگونو په اړه خبرې وکړې.ده وویل، د اسرائیلو استازو په غزه کې د بشپړ او هر اړخیز اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه د قطر او مصر په منځګړیتوب د فرانسې په پلازمېنه کې د توافق په خبرو کې گډون کړی و او هوکړې ته هم رسېدلي وو.: «موږ ولیدل چې اشغالګر اسرائیل د پاریس له موافقې څخه په شا شول، داسې موافقې ته د رسېدو لپاره شرایط او خنډونه رامنځته کوي چې زموږ د خلکو په وړاندې بریدونه پای ته ورسېږي.»د الحمدان په خبره، د پاریس د هوکړې وړاندیز ته د اسرائیلو د غبرگون او ځواب د جزییاتو په اړه وویل، چې اسرائیل د غزې په تړانگه کې په ازاده توگه د خلکو د تگ راتگ، خپلو کورونو ته د بې‌ځایه شوو د بېرته راستنولو او اسرائیلي عسکر په بشپړه توگه د غزې نه د وتو تضمین نه کوي.نوموړي زیاته کړه، د نتانیاهو تگلاره او چلند دا ثابتوي چې دی د جگړې د اوږدولو په هڅه کې دی او غواړي له دې لارې خپل سیاسي راتلونکی جوړ کړي.:« حماس اوربند ته چمتو دی، خو په خپل اوسني دریځ لا هم ولاړ دی. حماس غواړي چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د اسرائیلو بریدونه بند شي.»د حماس او اسرائیلو په روانه جگړه کې تر دې مهاله غزه په بشپړه توگه ورانه شوې او زرگونه ماشومان، ښځې او سپین‌ږیري پکې وژل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version