د هلمند د صنعت او سوداگرۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز لښکرگاه کې د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د چرگانو د دانې یوه کارخونه پرانیستل شوې ده.
له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاده کارخونه د مرکز لښکرگاه ښار بېټون سیمه کې پرانیستل شوې، چې په مستقیم او نامستقیم ډول به سلگونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شي.
د یادې کارخونې مسوول عبدالهادي وايي، د دې کارخونې ماشینري او لوازم د ۲۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت دي، چې له ایران څخه راوړل شوي دي.
د ده په خبره، یاده کارخونه په یو ساعت کې ۳ ټنه خام توکي پروسس کوي او د یو کال په موده کې یې رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.
دی زیاتوي، یاده کارخونه به د هلمند سربېره نورو گاونډیو ولایتونو هم د چرگانو دانه ورکوي او له دې وروسته به هلمندي فارم لرونکي اړ نه وي چې د چرگانو دانه له نورو ولایتونو واخلي.
د هلمند د چرگانو د فارمونو د ټولنې مشر وايي، اوسمهال په هلمند کې ۱۲۰۰ د چرگانو فارمونه شته، چې له دې کارخونې سره به یې گڼې ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده، اوسمهال په هلمند کې ۱۴۵ صنعتي کارخونې فعاله دي، چې زرگونه کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.