د راپورونو له مخې، نن (جمعه) په ‏میانمار او یو شمېر نورو هېوادونو کې د رېښتر په کچه ۷.۷ درجې زلزلې ۲۳ تنه وژلي.

د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د دغې زلزلې مرکز میانمار ښودلی دی.

د معلوماتو له مخې، دغې زلزلې میانمار کې ۲۰ تنه او تایلینډ کې ۳ تنه وژلي او ګڼ مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

راپورونه کاږي، د دغې زلزلې ټکانونه په چین، هند، بنګلدېش او یو شمېرو نورو ګاونډیو هېوادونو کې هم حس شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version