په زابل کې د وچې مېوې یو شمېر سوداګر له اړوندو مسوولینو غواړي چې د پاکستان پر ځای دې نورو هېوادونو ته د صاداراتو زمینه برابره کړي.

د دوی په وینا، پاکستان وخت ناوخت د افغانستان پر صادراتي توکو تعرفه لوړوي او دغې چارې سوداګرو ته ډېر تاوانونه اړولي دي.

د زابل د صنعت او سوداګرۍ رییس بيا وایي، سوداګرۍ وزارت د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره د سوداګريزي راکړې ورکړې تړونونه کړي، چې پر مټ به يې افغان سوداګر د ګاونډيو هېوادونو پر ځای د نړۍ له نورو هېوادونو سره له سوداګريزو اسانتیاوو برخمن شي.

پاکستان او هند د افغانستان د سويلي ولایتونو د وچې مېوې تر ټولو نږدې بازارونو دي او هر کال سلګونه ټنه وچه مېوه له همدې لارې نړيوالو بازارونو ته رسېږي.

سوداګر په داسې حال کې دا غوښتنه مطرح کوي چې د پاکستان لخوا د افغانستان د تازه او وچو مېوو د موسم پر مهال هر کال د تورخم په شمول نورې د تګ راتګ لارې د بېلا بېلو بهانو پر اساس تړل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version