ورځ او نېټه: ۱۴۴۶/۲/۸ ھ ق.
– [ ] افغانستان:
۱_د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار له يو شمېر مشرانو او متنفذينو سره کتلي.
۲_د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو سلګونه ميله سپکې او درنې وسلې ترمیم کړې.
۳_تېرو دریو کلونو کې د هېواد په کچه ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي.
۴_سږ کال په پروان کې د انګورو حاصلات ۴۰ سلنه ډېر شوي.
۵_سوداگرۍ وزارت: د بېرته راگرځېدونکو پانگهوالو لپاره ځانگړې کمېټه جوړه شوې.
۶_هرات کې د درېیو پراختیايي پروژو کارونه بشپړ شول.
۷_هلمند کې د اوبو د تنظیم په برخه کې ځینې پروژې پلې کېږي.
۸_ایراني پانگهوالو په هېواد کې د اوسپنې، لمریزې برېښنا او اوسپنې پټلۍ په برخه کې د پانگونې لېوالتیا ښودلې.
۹_تقاعد ته نږدې دولتي کارکوونکي دوه کاله نور هم دنده کولای شي.
۱۰_بغلان ولايت کې د لسګونو روږدو کسانو درملنه شوې.
۱۱_ټولګټو وزارت وايي په تېر کال کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شوی دی.
۱۲_تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تړاو نيول شوي.
۱۳_پکتیکا کې د زېړوک ولسوالۍ څخه د خوست تر سپېرې ولسوالۍ پورې د غځېدلې لویې لارې چارې بیا پیل شوې.
۱۴_د افغانستان بانک د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي.
۱۵_د زابل سوداګر: نړیوالو بازارونو ته دې د وچې مېوې صادرولو زمینه برابره شي.
– [ ] مینځنی ختیځ:
۱_امریکا د اسراییلو د دفاع لپاره یو اوبتل منځني ختیځ ته لېږلی.
۲_د اسرائيلو د بريدونو د پيل راهيسې د غزې تړانګې ۱.۸ سلنه وګړي شهيدان شوي.
– [ ] نړۍ:
۱_د اروپا تر ټولو ستره اټومي بټۍ ژپروژيا د تخريب له ګواښ سره مخامخ ده.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.