د «زرغون بهیر» په نوم جریان چې مشري یې د جمهوریت ماتې خوړلې سیاسي څېره امرالله صالح کوي، په خپل وروستي دریځ کې یې د شاتګ، بې‌ باورۍ او ذهني ګډوډۍ څرګندې نښې ښکاره کړې دي. صالح چې له هېواده تر تیښتې وروسته یې خپل فعالیتونه تر ډېره د افغانستان د حکومت پر ضد په مجازي نړۍ او رسنیزو تبلیغاتو ورټول کړي، اوس د خپلو پخوانیو ادعاوو په خلاف، یو دفاعي، محتاط او محدود دریځ ته سوق شوی دی.

په وروستیو ورځو کې د زرغون بهیر له رسمي پاڼو په خپره شوې اعلامیه کې د دې جریان همکارانو او پلویانو ته خبر ورکړل شوی دی چې «د تخنیکي ستونزو له امله، تر بلې خبرتیا پورې د ځینو پخوانیو ایمیل پتو او واټساپ ګروپونو څخه استفاده ونه کړي»، د اړیکو لپاره دې نویو پتو ته مراجعه وکړي. د اړیکو په لارو چارو کې دا ناڅاپي بدلون، تر دې چې یو تخنیکي اقدام ښکاره شي، د فشارونو، محدودیتونو او د دې بهیر د عملیاتي وړتیا د کمېدو څرګند انعکاس ګڼل کېږي.

د اعلامیې په دوام امرالله صالح له خپلو پلویانو غوښتنه کړې چې خپل فعالیتونه له «حاشیوي او بې‌ ارزښته مسایلو» څخه د «دښمن د بنسټیزو او اساسي موخو» پر لور واړوي. هغه په څرګندو ټکو ویلي دي: «مهرباني وکړئ د دښمن د رهبرۍ جوړښت، بنسټونه او اساسي اهداف په نښه کړئ؛ په حاشیوي مسایلو کې مه ښکېلېږئ، ځکه دا نه ستونزې حل کوي او نه بدلون راولي.»

دا څرګندونې که څه هم په ظاهره پر پخواني دریځ د بیاکتنې او سمون بڼه لري، خو په حقیقت کې د زرغون بهیر د څو کلنو ناکامیو یو ډول ضمني اعتراف بلل کېږي. هغه جریان چې صالح یو وخت د «رسا او پیاوړي استخباراتي واحد» په توګه معرفي کاوه، په تېرو څلورو کلونو کې عملاً د جعلي اسنادو تر تولید او خپرولو، رسنیزو دروغو او اسلامي امارت ته د جعلي مکتوبونو او لیکونو تر منسوبولو رامحدود شوی دی؛ داسې کړنې چې نه یوازې کوم سیاسي اغېز یې نه درلود، بلکې د دوی په خپلو خیالي او دروغجنو معادلو کې یې هم کوم بدلون رامنځته نه کړ.

که د امرالله صالح او د هغه د شاوخوا کړیو د مبارزې په تګلاره کې دا شاتګ او بدلون په دقیق او ژور ډول وڅېړل شي، نو څرګندېږي چې دا لوری بدلول تر هر څه زیات د بهرني ملاتړ د پرې کېدو او د لوېدیځ او ختیځ له لوري د دې څېرې د هېرېدو پایله ده. د صالح شبکه له یوې خوا د هېواد دننه د همکارۍ او ملاتړ د نه شتون له امله، له بلې خوا د اهدافو په اړه د جعلي اسنادو د ناکامۍ له کبله، له بن‌ بست سره مخ شوې ده. په همدې اساس، د حاشیوي شخړو د پرېښودو په اړه د هغه اوسنی ټینګار، تر دې چې یوه نوې نقشه وي، د زرغون بهیر د بې‌ وسۍ او ناتوانۍ څرګند نښه ده؛ کوم چې حتیٰ د خپلو داخلي اختلافاتو او تشکیلاتي جنجالونو په مدیریت کې هم پاتې راغلی دی.

هغه څه چې نن په زرغون بهیر او د هغه په رهبرۍ کې لیدل کېږي، نه د کوم رښتیني بدلون پیل دی او نه هم د نوې مرحلې زېری، بلکې د شاتګ، محدودېدو او د تمو د راکمېدو یو پړاو دی. د اړیکو د پتو بدلون، د ادبیاتو تغییر او د «اساسي موخو» پر تمرکز ټینګار، ټول دا څرګندوي چې دې جریان خپل اغېزناک ځواک، تشکیلاتي انسجام او د بدلون عملي وړتیا له لاسه ورکړې ده. زرغون بهیر چې یو وخت یې د یوې خطرناکې استخباراتي شبکې ادعا لرله، اوس په حاشیوي مسایلو، داخلي اختلافاتو او په مجازي نړۍ کې د بقا په کمزورې او تتې هیلې بوخت دی، داسې هیلې چې د رښتیني بدلون هېڅ څرګنده نښه پکې نه تر سترګو کېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version