د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس وایي، چې د سالنګونو لویه لار د دوامدارې واورې ورېدو، توپان او پرلپسی برف کوچونو له امله او کابل–جلالآباد لویه لار د پرلهپسې غرښویېدنې له کبله لا هم د ترافیکو پرمخ تړلې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د کابل–کندهار لویه لار چې تېر ماښام د بارانونو وریدو او سېلابونو د راوتلو له امله د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د فولادګي مانده په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، د ټولګټو وزارت د عملیاتي ټیمونو له لوري د یاد ولایت د یو شمېر نورو ادارو په همکارۍ بېرته پرانیستل شوې.
ښاغلي حقشناس له هېوادوالو غوښتي چې د بندو لارو پر لور له خپلو مبداؤ څخه حرکت ونه کړي او د دې وزارت رسمي خبرتیاوو ته په تمه پاتې شي.
