د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي چې، د سالنګونو لویې لارې د بیا رغونې چارې د پلان مطابق پرمخ تللي، چې دا مهال یې د زيات شمېر ګالریو د بیارغونې او د ګالریو ترمنځ د نښلوونکو فاصلو د کانکرېټ اچونې چارې بشپړې شوي دي، چې په نږدې وخت کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د یادې لویې لارې د کانکریټي برخو کار په دریو طبقو کې ترسره شوی دی چې، د لومړۍ (فلتر لیر) طبقې ضخامت یې ۴۲سانتي متره، د CTB طبقې ضخامت یې ۱۵ سانتي متره او د وروستۍ (سیخ لرونکي) کانکرېټ طبقې ضخامت یې ۲۸.۵سانتي متره دی، چې ټولټال ضخامت یې تر ۸۵.۵سانتي مترو پورې رسیږي.

د ښاغلي حق‌شناس په وینا، د یادې لویې لارې هغه برخې چې د کانکریټ اچونې کار یې بشپړ شوی دی، د کانکریټ د وچولو لپاره ۲۰ نورو ورځو ته اړتیا لري، ترڅو د وسایطو د تګ راتګ لپاره چمتو شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version