د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې ټاکل شوې د فرانسې صدراعظم میشل بارنیه به نن خپله استعفا ولسمشر امانویل ماکرون ته وړاندې کړي، نوموړی وروسته تر دې رسماً استعفا ته اړ شو، چې پرون له پارلمانه د باور رایي ترلاسه کولو کې پاتې راغی.

د بارنیه د مشرتابه خلاف هغه مهال پوښتنې راپورته شوې، چې ده له رایې اچونې پرته د ځانګړي واک له لارې بودیجه وړاندې کړه.

د بارنيه د استعفا له خبر راوروسته د ځینو په باور، د اروپا دوهم ستر اقتصادي ځواک( فرانسه) له سیاسي کړکېچ سره مخامخ شوې ده.

د يادونې وړ ده چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون تقریبا درې میاشتې مخکې بارنيه د صدراعظم په توګه ټاکلی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version