Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د سالنگونو بدیله لاره پرانیستل شوه.
    افغانستان

    د سالنگونو بدیله لاره پرانیستل شوه.

    عمران آغاعمران آغا22 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټولگټو وزارت وايي، د سالنگونو بدیله لاره یې پرانیستې ده، چې کوچني مسافر وړونکي وسایط به په دغه لاره تگ راتگ کوي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرباڼه کې ویل شوي، د ټولگټو چارسمبالي وزیر محمد عیسٰی ثاني شمال ته د خپل سفر پر مهال د سالنگونو دویمه بدیله لاره پرانیستې ده.

    د خبرپاڼې له مخې، د سالنگونو لویې لارې له کاري بهیر څخه هم لیدنه شوې.: «ټولگټو وزارت د هېوادوالو د هوسا تگ راتگ لپاره په شمالي او سوېلي سالنگونو کې بديل مسير چمتو کړی چې د اصلي مسير د کار په جريان کې به کوچني مسافر وړونکي وسايط له ياد مسير څخه تگ راتگ کوي.»

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ټولگټو چارسمبالي وزیر د سالنگونو لویې لارې له درېیو برخو(شمالي سالنگ، سوېلي سالنگ او دوشي ـ خنجان) له کاري بهیر او کرش پلانټونو څخه لیدنه کړې او پلې کوونکو ډلو ته یې لارښوونه کړې، چې د یادې لویې لارې کار دې په غوره کیفیت، چټکتیا او د وزارت د پلان سره سم بشپړ کړي.

    د یادونې وړ ده، د روانې زمري میاشتې له ۴مې نېټې څخه په دغه لاره تلونکي کوچني وسايط د ورځې لخوا له دواړو خواوو له چمتو شوي بديل مسير څخه، باروړونکي او غټ مسافر وړونکي (۵۸۰-۴۰۴-۳۰۳) وسايط په نوبتي ډول يوه شپه له شمال څخه سوېل لوري ته او بله شپه له سوېل څخه شمال لوري ته د تگ اجازه ورکول کېږي ؛ خو کوچنیو مسافروړونکو وسایطو ته د شپې په دغه وخت د تگ را تگ اجازه نه ورکول کېږي.

    سالنگ د هېواد له مهمو لویو لارو څخه ده، چې مرکزي ولایتونه له شمالي ولایتونو سره نښلوي. همدارنگه دغه لاره د هېواد له مهمو سوداگریزو لارو څخه ده، چې د حیرتان بندر، شېرخان بندر، اقینې بندر او نورو بندرونو څخه سوداگریز توکي د هېواد گڼو ولایتونو ته وړل کېږي.

    مخکینۍ مقالهلوی افغانستان، کوزني قامپال او زموږ غلط فهمي.
    راتلونکي مقاله روانه میاشت د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو پروگرام پیلېږي

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان او ایران ترمنځ د کرنې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    20 سپتمبر 2026

    افغانستان او هند د ښاري فاضلابو د مدیریت په برخه کې پر همکاریو خبرې کړي

    20 سپتمبر 2026

    افغانستان بانک له بازارونو د مندرسو بانکنوټونو د راټولولو بهیر پیل کړی

    20 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 20 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: یکشنبه، ١۴۰٥/٦/٢٩ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    د نن یکشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٩ مه.#هندوکش‌غږ

    20 سپتمبر 2026

    تحریک انصاف ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د ټول پاکستان په کچه د پراخو لاریونونو د ترسره کولو پلان لري

    20 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    20 سپتمبر 2026

    د نن یکشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٩ مه.#هندوکش‌غږ

    20 سپتمبر 2026

    تحریک انصاف ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د ټول پاکستان په کچه د پراخو لاریونونو د ترسره کولو پلان لري

    20 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،258 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.