Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د سترې محکمې پلاوی: ولایتي مسوولین دې له مراجعینو سره ښه چلند کوي او د خلکو ستونزو ته دې ژر رسېدنه کوي.
    افغانستان

    د سترې محکمې پلاوی: ولایتي مسوولین دې له مراجعینو سره ښه چلند کوي او د خلکو ستونزو ته دې ژر رسېدنه کوي.

    عمران آغاعمران آغا23 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان ستره محکمه وايي، د دې محکمې د جزا دېوان عمومي مشر خوست ته تللی، څو هلته له ولایتي استازو سره وگوري او د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

    له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي مشر عتیق الله دروېش د حکومتي ادارو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا او یو شمېر جزايي دوسیو د حل او فصل په موخه خوست ته تللی دی.

    د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د خوست له والي، مرستیال والي، امنیه قومندان، ولسوالانو، د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایاتو د اورېدو ریاست، د علماوو شورا او د استخباراتو له رئیس او نورو اړوند حکومتي ادارو له مسوولینو سره لیدلي دي.

    ښاغلي دروېش د خوست ځايي مسوولینو ته ویلي، د چارو د ژر او اصولي تر سره کولو په موخه دې له یو بل سره د اصولو په هر رڼا کې غښتلې همغږي وکړي؛ ځکه د ځینو چارو کول د څو ادارو له همغږۍ او همکارۍ پرته ناشوني دي.:«ټول ولایتي مسوولین دې د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کوي، له مراجعینو سره دې نېک چلند کوي او په خپل ټاکلي وخت دې دندو ته حاضرېږي.»

    نوموړي د دې سفر پر مهال په خوست کې دوه مهمې جزايي دوسیې هم حل او فصل کړي او هم یې د خوست له مرکزي زندان له زندانیانو څخه د دوی د وضعیت پوښتنه کړې ده.

    ځینې خلک شکایت کوي چې په محاکمو کې یې دوسیې له څو کلونو راهیسې پرتې دي او د ولایتي محاکمو سربېره د ولسوالیو محکمې یې هم دوسیو ته ژر رسېدنه نه کوي، چې له امله یې دوسیې نه حل او فصل کېږي.

    مخکینۍ مقالههلمند کې د اوړو یوې کارخونې خپلې چارې پیل کړې دي.
    راتلونکي مقاله په غور او دایکندي کې په زیاته اندازه نشه‌يي توکي نیول شوي

    مربوطه لیکنې

    کورنیو چارو وزارت: نهو ولایتونو کې نږدې ۴زره پولیس له زده‌کړو فارغ او دندو ته چمتو شول

    14 مارچ 2026

    دفاعي ځواکونو ننګرهار کې لسګونه راستنو شویو کورنیو ته مرستې ووېشلې

    14 مارچ 2026

    افغان ځواکونو د پاکستاني رژيم پوځیانو يوه پوسته فتحه ۱۴ عسکر هلاک او ۱۱ نور ټپيان کړي

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 14 مارچ 2026

    د حماس پوځي څانګې ویاند، ابو عبیده: صهیونیست رژیم د ټول امت ګډ دښمن دی او باید ټول مسلمانان یې پر وړاندې یو موټی ودرېږي

    د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “کتائب القسام” ویاند ابوعبیده د قدس نړیوالې ورځې…

    حماس اسلامي غورځنګ: د سیمې هېوادونه دې پر ایران د روان تېري مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي

    14 مارچ 2026

    کورنیو چارو وزارت: نهو ولایتونو کې نږدې ۴زره پولیس له زده‌کړو فارغ او دندو ته چمتو شول

    14 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس پوځي څانګې ویاند، ابو عبیده: صهیونیست رژیم د ټول امت ګډ دښمن دی او باید ټول مسلمانان یې پر وړاندې یو موټی ودرېږي

    14 مارچ 2026

    حماس اسلامي غورځنګ: د سیمې هېوادونه دې پر ایران د روان تېري مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي

    14 مارچ 2026

    کورنیو چارو وزارت: نهو ولایتونو کې نږدې ۴زره پولیس له زده‌کړو فارغ او دندو ته چمتو شول

    14 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،142 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.