د پنجشېر ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، د دغه ولایت په شتل، ابشار او پریان ولسوالیو کې پر ۳زره او ۲۰۰ مستحقو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه مرستې په دوو پړاوونو کې د درېیو میاشتو لپاره د ولایت مقام په هڅو او د خوړو نړیوال پروګرام په مالي لګښت وېشل شوې دي.

د پنجشېر ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، د مرستو په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي او دال‌نخود ورکړل شوې دي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د دغه ولایت والي، د یوناما د مرکزې زون له رئیس سره د نړیوالې ټولنې د لا ډېرو همکاریو پر جلب خبرې کړې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version