د سرحدي پوليسو د لوی رياست وياند عابدالله فاروقي وايي، د افغان حکومت د کورنيو چارو وزارت اړوند سرحدي پولیسو د لوی ریاست د نظامي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان په مشرۍ يو پلاوی چین ته په سفر روان شو.
یاد پلاوی به د چين په کوربتوب د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو د استازو په ګډون د کډوالۍ د مدیریت او همکارۍ په غونډه کې ګډون وکړي.
فاروقي زياتوي، چې په یاده غونډه کې به د سرحدي خطرونو د مخنیوي او تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې اترې وشي.