لوړو زده‌کړو وزارت وایي، ‏په کندهار پوهنتون کې د زرو محصلینو د استوګنې لپاره د «دارالصالحین» په نوم معیاري لیلیه فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد وزارت په وینا، دغه لیلیه ټولې لازمې اسانتیاوې لکه؛ د اوبو او برېښنا منظم سیستمونه، درې وخته خواړه او د ورزش ځانګړی ځای لري.

ورته مهال د کندهار پوهنتون مسؤلینو د مسافرو محصلینو د ستونزو حل لپاره د دې لیلیې پرانیسته مهمه بللې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version