د افغانستان شریف ملت شل کاله په افغانستان کې د اشغال په لاس د واکمن شوي حکومت تر زهرجن سیوري لاندې په زور او جبر ژوند وکړ او له هر ډول بلاوو او مصیبتونو سره مخامخ شول، په خپلو سترګو یې ولیدل، په زړونو یې احساس کړل او د خپلو کورنیو او خپلوانو د قربانۍ په بیه یې تجربه کړل.
په تېرو وختونو کې په افغانستان کې دومره ډېرې ناوړه او زړه بوږنونکې پېښې شوې چې د وژل کېدو، مړینو او ویرونو خبرونه اورېدل یو معمولي او ورځنی کار ګرځېدلی و.
ځینې وختونه خو د داسې پېښو لیدلو او اورېدلو نه په سترګو کې اوښکې راوستلې او نه یې په زړه کې غم پیدا کاوه، بلکې داسې انګېرل کېدل چې «نن د هغوی وار و، کېدای شي سبا موږ د هغوی په ځای ووژل شو او د هغې ورځې د تودو خبرونو برخه وګرځو».
دا ټول مصیبتونه د بهرنیو اشغالګرو پوځیانو د پراخ حضور او په مخکیني حکومت کې د هغوی د مزدورانو او غلامانو د شتون پایله وه؛ هغه کسان چې د خلکو ژوند یې د خپلو بادارانو او شخصي غوښتنو لپاره قرباني کاوه او د ملت د وینو په پلورلو یې خپل جیبونه ډکول.
اوس چې تر یوه ستر ملي بدلون او د پردیو اشغالګرو له وتلو وروسته دوی هم له هېواد څخه تښتېدلي او هر یوه یې د خپلو بادارانو په غېږ کې پناه اخیستې او هلته د هېواد دوستۍ نغارې ډنګوي، د خپلې نږدې ماضي تېروتنې او تورې کړنې یې هېرې کړې، ځانونه د هېواد او ملت مدافعین ګڼي.
دا له کم عقلۍ را زیږیدلی عمل په روانشناسي کې «د چلند او وینا ترمنځ دوه ګونی حالت» بلل کېږي. هغه څوک چې په دې حالت اخته وي، پرته له دې چې خپل تېر او هغه کارونه چې په خپل ځان او نورو یې کړي دي (که سم وي که ناسم) په پام کې ونیسي، نوې پایلې وړاندې کوي. داسې انګېري لکه تېر چې یې په ننني چلند او وینا هېڅ کوم اغېز ونه لري، دوی فکر کوي چې هېڅوک به دې ته پام ونکړي چې په تېر کې یې څه کړي دي!؟
د اسلامي امارت مخالفین په همدې ناروغۍ اخته شوي، د خپل تېر دور شوم او بوږنونکي اعمال یې هېر کړي، یا په بې پروايۍ سره ترې هېر شوي دي. اوس له بهره د هېواد لپاره د اصلاح، تحول او نوي کولو نسخې وړاندې کوي، د سرپرست حکومت پر وړاندې د خلکو د پارولو غوښتونکي دي.
خو نه پوهېږي چې د افغانستان شریف ملت نور په پټو سترګو د هغوی په تشو خبرو او ادعاوو پسې نه ځي او په پټو سترګو به د دوی د فریب او دوکې په کنده کې ونه لوېږي.
ځینې وختونه ډېرې تېروتنې او بې شمېره خطاوې انسان په داسې یوه کنده کې اچوي، چې بیا نه پوهېږي چېرته دی، څه کوي او څنګه وړاندې ځي!؟ تنها په تکرار، ورځني معمول او تشو خبرو کې راښکیلېږي، هېڅکله د خپلو پخوانیو او راتلونکو کړنو پایلو ته نه ګوري او په اړه یې فکر نه کوي.
د سرپرست حکومت مخالفین اوس په همدې حساس پړاو کې دي. د خپلو پخوانیو کاذبو دندو او موقفونوپه بایللو سره سرګردانه شوي او هره ورځ په دې سرګردانۍ کې نور هم ډوبېږي. خو دوی باید په دې پوه شي چې افغان ملت د دویم ځل لپاره نور د هغوی خبرې نه مني، نه دوی او نه یې هم خبرو ته کوم ارزښت ورکوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.