تهران کې د افغانستان سفیر، مولوي فضل محمد حقانی د معلولیت لرونکو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې، غونډه کې ګډون کړی.
ایراني رسنیو لیکلي، دې غونډه کې د دغه هېواد ولسمشر، مسعود پزشکیان هم ګډون او وینا کړې ده.
غونډه کې معلولیت لرونکو وګړو ته د چوپړتیاوو پر پراختیا او دغه راز یې د ټولنیز ملاتړ پر اړتیا خبرې شوې دي.
