د سرپرست حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، د حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې.

د ښاغلي مجاهد په وینا، د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ پخوانی ولسوال مولوي رحیم الله محمود د فراه ولایت د مرستیال والي په توګه، د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ پخوانی ولسوال حاجي کاکا سیاخه د بادغیس ولایت د مرستیال والي په توګه ټاکل شوي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې دغه راز د فراه ولایت مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهادیار، د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د ولسوال په توګه او د کندز ولایت د استخباراتو رئیس مولوي عبدالرشید منیب د کندهار ولایت د زراعت د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version