د ریاست‌ الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا څلورمه غونډه کې د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب شوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سټنډرډونه د ډیزلو، پټرولو، مایع ګاز او پایدار کاندنسات ګاز اړوند دي، چې تصویب یې د نفتي توکو د کیفیت د لوړولو په لور مهم ګام بلل کېږي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې غونډه کې ملا عبدالغني برادر ویلي، چې سرپرست حکومت د سټنډرډ عالي شوری له لارې هڅه کړې چې د هېواد په کچه د معیارونو په برخه کې منظمې پالیسۍ جوړې او یو همغږی، شفاف او د اعتبار وړ سیسټم رامنځته کړي، څو د هېواد ټول سکټورونه ترې ګټه واخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version