د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسؤلينو د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال ويلي چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته يادې ادارې ۹ ميليونه ۲۷۱ زره الکترونيکي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د يادې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال مولوي محمد نبي نصرت ويلي، چې د روان ۱۴۰۳ کال له پیل تر کب میاشتې یې نږدې ۲ میلیونه الکترونیکي تذکرې وېشلې او څه‌باندې ۱۲۳ زره نورو هېوادوالو ته د الکترونیکي تذکرې له وېش وروسته (مثنی تذکره، د تذکرې نوې کول او اصلاح) خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

ښاغلي نصرت زیاته کړې چې په ټوله کې د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر له پیل تر اوسه ۱۵ میلیونه او نږدې ۳۳۰ زره هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي چې ۹ میلیونه او ۳۰۷ زره یې نارینه او ۶ میلیونه او ۲۱ زره یې ښځینه دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version