د راپورونو له مخې، د سوریې د نوي حکومت امنيتي ادارو په تېرو څو ساعتونو کې د اسد رژیم څو افسران نیولي، چې په دمشق ښار کې یې د تخریبي عناصرو مشري کوله.
سرچینو د یادو نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې د بشار الاسد د رژیم له پرځېدو وروسته، د یاد رژیم پوځ منحل شوی.