د سرپرست حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، د حکومت مشرتابه نن (دوشنبه، د چنګاښ ۱۳مه) د کندهار له میرویس روغتون څخه لیدنه وکړه.
مجاهد زیاتوي، نوموړي ټول ناروغان له نږدې ولیدل، ډاکترانو او مسؤلینو ته یې لازمې لارښونې وکړې او طبي پرسونل او د روغتون کارکوونکي یې لا ډير تشویق کړل.
د ویاند په خبره، د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي هم په دې کتنه کې د مشرتابه ملګری و.