ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۱۸ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_نورستان کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې.

۲_د نورستان له کانونو استخراج شوي ۱۶۵ کیلو ګرامه بیروج وپلورل شول.

۳_نورستان کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې.

۴_‏د پکتیکا–زرمت سړک د رغونې چارې پیل شوې.

  • [ ] سیمه:
    ۱_بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې په پنځو جلا-جلا بریدونو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژلي او ټپیان کړي.
  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي: د حماس غورځنګ ليکو ته ۲۰۰ زره جنګيالي جذب شوي دي.

۲_اسرائيلي سرتېري: د نتنياهو اوږدمهاله جګړې او ستراتيژيکې ګډوډۍ پوځ د ړنګېدو تر څنډې رسولی.

۳_غزه کې د يوه اسرائيلي عسکر د وژلو او يوه بل د نيولو راپورونه ورکړل شوي.

۴_احمد الشرع له خپل آذربايجاني سيال سره د انرژۍ، صنعت، روغتيا او تعليمي برخو په همکاريو خبرې کړي.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د لبنان د حزب الله د سياسي شورا غړی محمود قماطي: موږ خپلې پوځي وړتياوې بېرته ترلاسه کړي او د هر ډول بريد ځواب ويلو ته چمتو يو.

۲_د سوریې په السويدا ولايت کې د دوه قبيلو خپلمنځي نښته کې ۱۳۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۳_حرکة الشباب المجاهدین د سومالیا هیران ولایت تردو ښار ونیوه.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version