د افغانستان سرپرست حکومت مشرتابه د کوچني اختر په مناسبت په خپلې وینا کې ویلي، د افغانستان دښمنان هڅه کوي، چې دا هېواد یو ځل بیا د جګړې په ډګر بدل او خلک له حکومته جلا کړي.
د سرپرست حکومت مشرتابه، په خپله نږدې ۵۳ دقیقې وینا کې دا هم ویلي چې، افغانان باید د اشغال پر وړاندې د مبارزې په څېر اوس د «اسلامي نظام» د ساتنې او دفاع لپاره هم مبازره وکړي.
نوموړي د خبرو پر دوام غزه کې د صهیونیستي رژیم له لوري وحشت او ظلم ته په اشارې ویلي: «غزه کې جګړه د مسلمانانو د بې اتفاقۍ پایله ده او لا هم هڅې روانې دي، چې مسلمانان نور هم په ډلو ووېشل شي.»
د سرپرست حکومت مشرتابه ډاډ ورکړی چې د شریعت مطابق به د افغانستان اړتیاوو ته په کتو د اړتیا وړ قوانین جوړ او تصویب کړي.