شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ایران تسنیم خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې نن یکشنبه د کوچني اختر له پیل راهیسې د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د صهیونیستي اشغالګر رژیم په هوایي بریدونو کې شل تنه فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.تسنیم په یو بل راپور کې ویلي چې، د یاد رژیم ځواکونو تازه د غزې تړانګې په مرکزي برخه کې د عامو فلسطینیانو پر خېمو ډرون برید کړی چې له امله یې دوه تنه شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.یاده دې وي چې، پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له بیا پیل راهیسې نږدې ۱۰۰۰ تنه فلسطینیان چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي شهیدان شوي دي.