د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د دغه وزارت علمي مرستیال شیخ ‌ضیاءالرحمن اریوبي، د پوهنې وزارت مرستیال مولوي سخاءالله سعید او مل پلاوي د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې د روسیې د پوهنې وزارت له مرستیال سره کتلي دي.

د یاد وزارت په وینا، په دې کتنه کې د علمي همکاریو پر پراختیا، د دوه اړخیزو هوکړه لیکونو د لاسلیک، د پوهنتونونو تر منځ د تجربو شریکولو په اړه خبرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو پلاوی د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال علمي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته سفر کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version