د سلواغې ۲۶مه، د افغانستان په تاریخ کې له ویاړونو ډکه ورځ ده، په دغه ورځ د پخواني شوروي ښکېلاکګرو ځواکونو په افغانستان کې داسې ماتې وخوړه، چې نه یواځې له افغانستانه وتلو ته اړ شول، بلکې د شوروي اتحاد د دړې وړې کېدو لامل هم شوه.د دغې ورځې په اړه له یو شمېر هېوادوالو سره غږېدلي یو، دوی راته د وخت ژوندۍ کیسې او تراژیدۍ بیانوي. د لغمان ولایت اوسېدونکی قاري عزت الله وایي، چې کوچنی و، خو هغه ورځ ورته یاده ده، چې شورویان د دوی کلي ته راغلي و. هغه د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: ” ماته هغه ورځ او وخت ښه یاد دی، چې شورویان زموږ کلي ته راغلل، زموږ د کلي د جومات ملا امام سهار لمانځه ته روان و، شورویانو هغه په شهادت ورسوی، زما هغه صحنه یادېږي، چې زموږ د کور کلي سپینږیري یې راوستل او ټول یې زموږ په کور کې غواګانو سره په کوټه کې واچول، په همدې ورځ یې زما پلار د ټوپک په قنداغونو ووهه؛ ډېره سخته او دردوونکې ورځ وه”هغه په خپلو خبرو کې وایي، چې د ویاړ ځای دی، چې د یو مجاهد ولس بچی او په یوه مجاهده خاوره کې زېږدلی او رزول شوی دی.یو بل تن هېوادوال چې شاوخوا ۷۵ کاله عمر او کمزوری وجود لري وایي، چې د شوروي ښکېلاکګرو ځواکونو پر وړاندې یې وسله واله مبارزه کړې ده او د شوروي اشغالګرو ځواکونو په شړلو کې یې خپل ونډه اداء کړې ده.هغه وایي: ” داسې وه، صلاح نه وه، سرپوښ توپکونه و، په همدې ناچیزو وسلو مو دوی په شا وتمبول، د دوی د لاس وسلې افغان مجاهدینو ته په لاس ورغلې، د دوی په همدغو وسلو باندې د افغانستان خلکو جهاد وکړ؛ دغه کم افغانستان چې په نقشه د جهان کې نه ښکاري، یو وړوکی افغانستان دی، خو د روسانو هغسې غټ قوت یې په شا وتمبوه”د سلواغې ۲۶ مه د افغانستان په تاریخ کې یوه روښانه ورځ ده، افغان مسلمان مجاهد ولس د الله تعالی په نصرت او په خپله مېړانه د نړۍ انسان خور ځواک مات کړ او داسې ماته یې ورکړه، چې روسان به یې ټول عمر یاد ساتي.بل لور افغان حکومت هم د همدې ورځې په اړه اعلامیه خپره کړې ده، په دغه اعلامیه کې لیکل شوي دي، چې په تېرو سلو کالونو کې افغانانو درې ځلې یرغلګر ځواکونه مات کړي او خپلواکي یې اخیستې ده. په اعلامیه کې راغلي: ” په درېیم ځل د یرغلګرو ماتول او هېواد ازادول دا ښیي چې د افغانانو په زړونو کې د خپلواکۍ حس لا هم ژوندی دی”. په یادې اعلامیې کې دا هم ویل شوي، چې افغانان سوله غوښتونکي دي؛ خو هر ځل د بهرنیو یرغلونو له امله یې سوله‌ییز ژوند په جګړو بدل شوی دی. د اعلامیې په وروستۍ برخه کې ویل شوي دی: ” په افغانستان کې څو ځلې پرله پسې یرغلګر او اشغالګر ځواکونه مات شوي، نو هغه ټول متجاوز هېوادونه دې له یرغل مخکې سل ځله فکر وکړي”.له نن څخه ۳۵ کاله وړاندې د شوروي ښکېلاکګرو ځواکونو ماتې وخوړه او افغان میړني ولس خپل بریا د ډېرو قربانیو او سرښندنو په ورکړې سره ترلاسه کړه.نږدې لس کاله افغان مجاهد ولس د خپل هېواد د ازادۍ او د جهاد د بریا په موخه په تش لاس د نړۍ زبرځواک پر وړاندې وجنګېده او بالاخره بریا ته ورسېده، په دغه لس کلنه مبارزه کې یې د شورويانو شاه خوا ۱۴ زره ځواک له خاورو سره خاورې او په زرګونو جنګي وسایل یې ورته تش نس کړل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version