نوین ساپی

په ۱۳۵۸م کال د جدي ( مرغومي) پر شپږمه پخواني شوروي اتحاد چې په پر مختللو وسلو سمبال و، د هند ګرمو اوبو ته د رسېدو په موخه له ځمکې او اسمانه په افغانستان بریدونه پیل کړل.د شوروي اتحاد زوال یوازې یو سیاسي زوال نه و، بلکې د یوې داسې مفکورې زوال و چې له نړۍ څخه یې انسانیت پاکوی.ویل شوي، چې شوروي اتحاد یوازې په شلمه پیړۍ کې ۵۸ میلیونو څخه زیات انفرادي او (۳۰) میلیونو څخه زیات ډلییز( نژادي او ټولنیز) انسانان ووژل.د اټکل له مخې، دا د لومړۍ نړیوالې جګړې (۳۷) میلیونه او دوهمې نړیوالې جګړې (۶۶) میلیونه انسانانو له وژنې یوازي نهه میلیونه کم دي.د سلواغې شپږویشتمه د افغانانو لپاره، داسې یوه  کلیزه ده چې واحد ملت یې په ملتونو، مجاهد سنیان یې په اوو او شیعه یې په اتو ډلو تقسیم کړل.دغه تور تم څوک د خدای پرست او څوک د ماټریالست په نومونو جلا کړل، د وطن دوستۍ  تته نعره یې نوره هم ګونګه او مجرم او ګناهکار یې پرته له محاکمې په مرګ محکوم کړ.د شوروي اتحاد سرو لښکرو په افغانستان کې ډېر ظلمونه کړي دي، چې قلم یې له لیکلو عاجز پاتې دی.په١٣٦٧ کال کې د هېواد د مسلمانو او مجاهدو خلکو په مېړانې او سرښندنې سره د لس کلن جهاد په پایله کې په نا کامۍ سره له افغانستان څخه وتلو ته اړ شول، چې دغه تاریخي ماته د افغانستان ملت د بریالیتوب او ستر ښکېلاکګر پخواني شوروي اتحاد د ماتې او تجزيې سبب شوه.خو په افغانستان کې د دوی لس کلن حضور او شتون د هېواد د اتباعو د شهادت، معلوليت او د میليونونو افغانانو د مهاجرت او د هېواد د مهمو اقتصادي او ټولنيزو بنسټونو د ويجاړتيا سبب شو، چې ناوړه اغېزې يې تر نن پورې زموږ د هېواد په ټولنيز او اقتصادي ژوندانه کې محسوسېږي. د پخواني شوروي سرو لښکرو پر وړاندې کابو ټول افغانستان وسله پورته کړه او له خپلې خاورې یې دفاع وکړه، چې دغه لړ کې ډېر شمېر افغانان ووژل شول، ټپیان شول، ښځې کونډې شوې او یو شمېر افغانان له هېواد څخه بهر هېوادونو ته ولاړل.سور لښکر تر لس کاله جګړې وروسته د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶مه نېټه اړ شو چې په بشپړه توکه افغانستان پرېږدي، دا ورځ هر کال افغانستان کې نمانځل کېږي او په دې ورځ ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.دا ورځ زمونږ د هیواد په تاریخ کې یوه له عزت، وقار او شهامته ډکه ورځ ده چې افغان ولس ورباندې ویاړي او هغه د خپل هیواد په تاریخي ورځو کې حسابوي.د ځینو راپورونو له مخې په دې جګړې کې، د پنځه لکه او دوه میلیونو ترمنځ افغانان شهیدان او شاوخوا پنځلس زره شوروي پوځیان وژل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version