Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د پاکستان او امریکا ګډه توطیه؛ د افغانستان او سیمې په وړاندې نوې سناریو
    تبصرې

    د پاکستان او امریکا ګډه توطیه؛ د افغانستان او سیمې په وړاندې نوې سناریو

    عمران آغاعمران آغا1 نوومبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امریکا له لوري د هغو افغان کډوالو د اخراج په اړه تازه راپورونه خپاره شوي، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره دغه هېواد ته انتقال شوي وو. دغه راپورونه د بېلابېلو لوریو لپاره د اندېښنې وړ دي، ځکه بېرته ستنېدونکي کډوال درېیم هېواد ته د دایمي مېشتېدنې لپاره نه لېږل کېږي، خو دغه افغان کډوال چې ډېری یې پخواني افغان نظامیان او د امریکا همکاران وو، په داسې حال کې پاکستان ته لېږل کېږي، چې پوځي رژیم میلیونونه افغانان له دې وړاندې بېرته افغانستان ته را لېږلي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

    دغه کډوال د کډوالۍ د اصولو نه پوره کولو یا ورته نورو بهانو تر عنوان لاندې پاکستان ته لېږل کېږي، په داسې حال کې چې پاکستان د خپلو استخباراتي اهدافو لپاره د افغان کډوالو او پخوانیو نظامیانو له مجبوریتونو ناوړه ګټه پورته کوي. شته واقعیتونو ثابته کړې چې پاکستاني پوځي رژیم بې کاره او تر فشار لاندې افغان کډوال د خپلو نیابتي جګړو لپاره کاروي.

    پوځي رژیم مخکې هم په بدخشان او نورستان کې ورته ناوړه دسیسې تطبیق کړې وې، هلته له ایرانه انتقال شوي ځینې پخواني نظامیان او بې‌ وزله افغانان د خیالي ژمنو په ورکولو سره د افغانستان د ثبات په ضد جګړې ته هڅول شوي وو، خو د سیمې د خلکو په همکارۍ دفاعي ځواکونو د پاکستاني استخباراتو دا خبیثې او ناپاکې دسیسې په لومړیو ساعتونو کې ناکامې کړلې.

    د کډوالو د اخراج په برخه کې د امریکا او پاکستان ترمنځ دغه همغږي او نوی پلان ښيي چې دواړه لوري غواړي د خپلو کورنیو او سیمه ییزو ناکامیو د پټولو لپاره یو ځل بیا افغانستان او سیمه د لوبو ډګر وګرځوي. پاکستان چې د دننه سختو سیاسي او اقتصادي بحرانونو او امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، هڅه کوي د ورته نیابتي لوبو له لارې خلک بوخت وساتي او له خپل کورني بحران پام بل خوا ته واړوي. په داسې حال کې چې امریکا هم غواړي د خپلو پخوانیو همکارانو له مسؤلیت په تېښتې سره د سیمې د بې ثباته کولو لپاره نوې لارې چارې وکاروي.

    د سیمې هېوادونه، په ځانګړې توګه ایران هم باید متوجه واوسي. ایران له پاکستان سره اوږده ځمکنۍ پوله لري او د پاکستاني پوځي رژیم تېر سوابق ثابتوي چې دوی د خپلو اهدافو لپاره د نیابتي جبهاتو له پیاوړتیا څخه مخ نه اړوي. که په پاکستان کې د امریکا په ملاتړ دغه شریرې او نیابتي ډلې نورې هم پیاوړې شي، نو د افغانستان تر څنګ به ایران هم د دغو خطرناکو ډلو یو بل هدف وي. د پاکستان د پوځي رژیم دا ډول پالیسۍ د دې لامل کېږي چې ټولې سیمې ته یو داسې اور راوړي، چې د کنټرول لپاره به یې وروسته پراخو او مستقیمو مداخلو ته اړتیا وي؛ یو داسې بحران چې پایلې به یې د ټولې سیمې په زیان وي.

    مخکینۍ مقالهد نن یکشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ
    راتلونکي مقاله آزادۍ جبهه کې تازه انشعاب؛ یاسین ضیاء به تنها پاتې کېږي

    مربوطه لیکنې

    آزادۍ جبهه کې تازه انشعاب؛ یاسین ضیاء به تنها پاتې کېږي

    1 نوومبر 2026

    د استخباراتي لوبو ماتې؛ د میراثي رهبرۍ او انحصاري جبهې ترخې پایلې

    24 اکتوبر 2026

    بلوچستان کې د شر او فساد ډلو د یوه مهم مشر د کور د ساتونکو قومندان وژل شوی

    19 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 1 نوومبر 2026

    پاکستان کې د بېوزلۍ کچه ۲۹ سلنې ته لوړه شوې

    نړیوال بانک وايي، په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې…

    ايران د توغنديو او ډرون الوتکو د تولید لپاره د ۲.۳ ميليارده ډالرو په ارزښت واردات کړي

    1 نوومبر 2026

    آزادۍ جبهه کې تازه انشعاب؛ یاسین ضیاء به تنها پاتې کېږي

    1 نوومبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستان کې د بېوزلۍ کچه ۲۹ سلنې ته لوړه شوې

    1 نوومبر 2026

    ايران د توغنديو او ډرون الوتکو د تولید لپاره د ۲.۳ ميليارده ډالرو په ارزښت واردات کړي

    1 نوومبر 2026

    آزادۍ جبهه کې تازه انشعاب؛ یاسین ضیاء به تنها پاتې کېږي

    1 نوومبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،149 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،272 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.