لیکوال: محمد فیصل
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د تیګېر حکومت پر مهال د سنبلې میاشتې اتلسمه نیټه د شمال ټلوالې د یو مشهور قومندان او جنګسالار احمد شاه مسعود د یاد ورځې په توګه نمانځل کېده.
دغه ورځ به د مسعود د لارې پلویان د کابل سړکونو ته راوتل او په توپنګچو، ټوپکو، پیکاوو، برچو او نورو وژونکو الاتو به سمبال وو. دوی به په دغه ورځ د خپل وژل شوي قومندان یاد خلکو ته په اذیت او ازار ورکولو تازه کاوه.
مسعود یو جعلي اتل او جعلي کرکټر وو چې د خپلو پلویانو او یو شمیر فرانسوي او غربي لیکوالانو او رسنیو له لوري ورته سخت کمپاین شوی دی.
د مسعود پلویانو به د سنبلې په اتلسمه نیټه هوایي ډزې کولې، لارې به یې بندولې، خلک به یې په موټرو وهل او د درې رنګه بیرغ پر ځای به یې خپل تنظیمي بیرغ له ځان سره لیږدوه.
په دې ډول دوی دا خبره په اثبات رسوله چې مسعود یوازې د یو څو کسانو او خاصې ډلې اتل دی او خلکو ته یې ښودله چې دوی هم د مسعود د لارې پلویان دي.
هغه لاره چې په کې د خلکو له سپکولو، وژلو، وطن ویجاړی، لوټلو، غیر ملي فکر، وحشت او ویرې خپرولو پرته بل څه نه وو.
مسعود د کورنیو جګړو اصلي لامل او زمینه برابروونکی او د چا خبره له برهان الدین رباني سره یو ځای د دویمې سقاوی پیلوونکی و او پلویان یې هم لکه د هغه په څیر د کورنۍ بې نظمۍ، خلکو ویرولو او د من افغان نیستم او د افغانستان د نوم نه منونکي وو.
ما په کابل کې ډیر داسې خلک ولیدل چې طالبان نه وو، خو د طالبانو راتګ ته له دې امله هم خوشاله وو چې په واک ته رسیدو سره یې د مسعود پلویان ورک شول او د سنبلې د ورځې انډوخر او لنډغري یې ختمه کړه.
دا په دې ځوریدلي ولس د طالبانو یو احسان دی چې په راتګ سره یې مخکیني غله، خاینین او د مسعود په څیر جعلي کرکټرونه او تصویرونه یې د کابل او نورو ولایاتو څخه ورک کړل.