په نړیواله کچه د نفوس وده او پراختیا دا ایجابوي چې هیوادونه باید د خپلو اړتیاوو او غوښتنو رفع کولو لپاره په سیمه او نړۍ کې ښه اړیکي ولري او په دوامداره ډول د نورو هیوادونو سره راکړه ورکړه ترسره کړي، البته دا اړیکي باید د دوه اړخیزي ګټې او متقابل احترام پر بنسټ ولاړې اړیکې وي.

له بده مرغه موږ د څو لسیزو راهسي په دې برخه کې د یو داسي ګاونډي سره مخ یو چې همېشه یې یوازي خپلي ګټې او منافع په پام کې نیولې او د خپلو سیاسي او استخباراتي اهدافو په خاطر یې سوداګریزي اړیکې قرباني کړي دي، د هر کال په کرنیز سیزن کې زموږ پر صادراتو محدودیتونه لګوي، دروازې تړي او په بېلابېلو بهانو تجارتي اړیکې په موده‌ایز ډول قطعه کوي، چې له کبله یې افغان سوداګر او بزګران په میلینونه ډالر زیانونه ګالي. ددې ستونزې دایمي حل په موخه اقتصادي معاونیت په نوې پرېکړه کې له دې شریر ګاونډي سره هر ډول اقتصادي او سوداګریزي اړیکې په بشپړ ډول پرې کړي دي، چې له اقتصادي اړخه په اوږدمهاله کې د څو دلایلو پر اساس ډېر نېک او ستراتیژیک اقدام ګڼل کیږي.

لومړی: په اقتصاد کې د دوامداره تیوري (Sustainable Growth Theory) پر اساس د اقتصادي معاونیت دا پرېکړه پر ځای او غوره ګام ګڼل کېږي، دا تیوري تشریح کوي چې «اقتصادي وده باید داسې پالیسي غوره کړي چې د اوږدمهاله ثبات او دوام سبب شي، حتی که لنډمهاله وده کې خنډ او ځنډ هم رامنځته کېږي.» نو په همدې اساس دا یوه ښه پرېکړه ګڼل کېږي، که موږ په لنډ مهال کې د ځينو ستونزو سره مخ کیږو، خو په اوږدمهال کې دا پرېکړه د اقتصادي ودي، ثبات او دوامداره پراختیا لپاره زمینه برابروي.

دوهم: د لګښت او ګټې اصل (Cost-Benefit Analysis Principle) په اقتصاد کې یو مهم اصل ګڼل کېږي، ددې اصل له مخې که چيرې اوږدمهاله ګټې د لنډمهاله زیانونو څخه زیاتي وي، نو په داسي حالت کې اوسني زیانونه باید وزغمل شي ترڅو په راتلونکي کې د اوږدمهاله ګټو څخه مستفید شي. په همدې اساس زموږ سوداګریز پرېکون په لنډ مهال کې د ځينو زیانونو باعث ګرځي، خو په اوږدمهال کې یې ګټې ددې زیانونونو څخه څو چنده زیاتي او مهمي دي.

دریم: اوږدمهاله او لنډ مهاله پرېکړي اصل (Long-Run vs Short-Run Principle) دا یوه مهمه قاعده ده، په اقتصاد کې ددې اصل منطق دا دی، چې لنډمهاله پرېکړي ډیری وخت د ګټې او زیان په نظر کې نیولو سره کېږي، خو اوږدمهاله پرېکړي د ظرفیت لوړونې، دوامداره ودي او راتلونکي ثبات لپاره ترسره کېږي. له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو پرې‌کول په اوږدمهال کې زموږ لپاره خورا زیاتې ګټې لري، داخلي صنعت تقويه کوي، اقتصادي وده هڅوي، سوداګریز محدودیتونه له منځه وړل کېږي، داخلي پانګونه پراخوي او نوي بازارونه موندل کېږي، لکه د منځنۍ اسیا مارکیټونه، ایران، چین، روسیه، هند، ترکیه او اروپایي هیوادونه.

څلورم: د تجارت شرایط یا تناسب (Terms of Trade Concept) اصل له مخې د دوو هیوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو نسبت ته باید پاملرنه وشي، دا په دې معنا چې دوه هیوادونه هغه وخت یو له بل سره ګټوره سوداګري کولی شي چې د صادراتو او وارداتو تناسب یې برابر یا تر ډېره حده سره نږدې وي. دا په دې معنا چې موږ د پاکستان څخه څومره واردات کوو نو د صادراتو کچه مو هم باید په هغه ردیف کې اوسي. حال دا چې په ۲۰۲۴م کال کې زموږ واردات له پاکستان څخه ۲۰۰۰ میلونه ډالر او صادرات مو ۸۰۰ میلونه ډالر وو. دا یوه لویه کچه توپیر ښيي چې هیڅکله زموږ د هیواد په ګټه نه شي محاسبه کیدلای.

پنځم: د تجارت د تنوع ستراتیژي (Trade Diversification Strategy) له مخې هیوادونه باید یوازي پر یوه شریک باندي تکیه ونه کړي، لکه موږ چې همېشه یوازي پر پاکستان تکیه کړې ده، که یو شریک هیواد همېشه د سوداګري په وړاندي ستونزي، خنډونه او محدودیتونه وضع کوي نو په داسي حالت کې باید نوي بازارونه وپلټل شي او د نویو هیوادونو سره اړیکې پراخې شي. چې دا کار په راتلونکي کې د خطر کمولو (Risk Reduction) یو مهم اصل ګڼل کېږي. لکه ویتنام او بنګله دیش چې د هند له لوړو تعرفو څخه د خلاصون په موخه اروپايي مارکیټونو ته مخه کړې وه.

شپږم: د اقتصادي خپلواکي اصل (Economic Nationalism Principle) له مخي هر هیواد باید د خپل ملي اقتصاد د ګټې پر اساس تصمیم ونیسي او پرېکړه وکړي، د هیواد اقتصاد باید خپلواکه وي او هیڅ وخت د بل هیواد د پرېکړو څخه راساً متاثره نه شي. نو په همدې اساس مهمه ده چې هیوادونه کوښښ وکړي د هیواد ملي اقتصاد خپلواکي لپاره په لنډ مهال کې ځني خطرونه پر غاړه واخلي ترڅو په اوږدمهال کې خپلواک، پر ځان متکي او باثباته اقتصاد ولري. ددې لپاره چې موږ په راتلونکي کې یو مستقیل او دوامداره وده کوونکی اقتصاد ولرو دا مهمه ده چې په اوس وخت کې د پاکستان سره تجارت رامحدود او پر نویو بدیلونو کار وشي.

اووم: د فرصتي لګښت اصل (Opportunity Cost Principle) پر اساس د هري اقتصادي پرېکړي ارزونه د هغه فرصت پر اساس چې پرېښودل شوی دی محاسبه کیږي، که چیري موږ یو څه د لګښتونو سره له لاسه ورکوو خو د هغه په مقابل کې هغه څه چې په وروسته کې یې له ګټو سره لاسته راوړو پرتله کړو، نو اوسني زیانونه باید د اوږدمهاله ګټو لپاره وزغمل شي او دا پرېکړه تطبیق شي چې په راتلونکي کې یې ستراتیژیک ځواک لوړ او ګټه یې دوامداره وي.

په ټوله کې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو محدودول له اقتصادي او ستراتیژیک اړخه یوه مهمه او ژوره پرېکړه ده، که څه هم په لنډمهال کې ځني موقتي زیانونه لري خو په اوږدمهال کې د افغانستان لپاره خورا زیات فرصتونه ایجادولی شي. د بېلګي په ډول داخلي پانګونه پراختیا کوي، صنعت لپاره نوي فرصتونه موندل کیږي، د کار زمینه مساعدیږي، نوي مارکیټونه موندل کېږي، د نویو هیوادونو سره سوداګریزي اړیکي پراخیږي، پر یوه هیواد تکیه له منځه ځي، کرنیزمحصولات نویو بازارونو ته رسول کېږي او د سوداګرو لپاره نړیوال فرصتونه برابریږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version