د راپورونو له مخې د سوريې او نړۍ په کچه مشهور کيمياپوه دوکتور حمدی اسماعیل ندی په خپل کور کې د نا معلومه وسله والو لخوا وژل شوی او مړی یې موندل شوی.

په سوريه د بشارالاسد رژيم له ړنګېدو وروسته دويمه پيښه ده چې د نا معلومه وسله والو له لوري ستر شخصيتونه او عالمان په نښه کېږي.

له دې وړاندې په بله پېښه کې د سوريې او اسلامي نړۍ د مخکښ فقيه او عالم محمد سعيد رمصان البوطي زوی توفيق البوطی چې د سوريې د‌ علماوو ټولنې مشر هم وو په خپل کور کې د نا معلومه وسله والو لخوا په شهادت رسيدلی وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version