‏اسوشیټيډ پریس راپور ورکړی، چې د سوریې حکومت او کرد ځواکونو ترمنځ څلور ورځنی اوربند تېره شپه پای ته ورسېد، خو دواړو خواوو هوکړه وکړه چې دا اوربند ۱۵ نورو ورځو ته هم وغځوي.

د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې مرکزي حکومت په تېرو شاوخوا دوو اوونیو کې د کردانو په مشرۍ د «سوریې ډیموکراټ ځواکونو» څخه د شمال او ختیځ مهمې سیمې چې له تېرو څو کلونو راهیسې د کردانو‌ په لاس کې وې، نیولي دي.

د سوریې حکومت هڅه کوله چې د کردانو تر واک لاندې پاتې وروستۍ سیمې هم ونیسي، خو احمد الشرع اوربند اعلان کړ او کردانو ته یې تر شنبې شپې د تسلیمېدو او د ملي پوځ سره د یوځای کېدو مهلت ورکړ.

‏که څه هم دا مهلت پایته ورسېد خو کرد ځواکونو تر اوسه د سوریې حکومت ته رسمي ځواب نه دی ورکړی او ويلي یې دي، چې له مرکزي حکومت سره یې خبرې روانې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version